کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر له ۲۸ زرو تنو واوښت

22 دلو 1402 ساعت 16:27

په غزه کښې دفلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې په غزې د صهیونیسټانو د یرغل د شهیدانو شمیر ۲۸ زره ۱۷۶ تنو ته رسیدلی چې په ترڅ کښې یې ۶۷ زره او ۷۸۴ کسان ژوبل شوی هم دی .


آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت هم اعلان کړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۷۳ تنه نور ټپیان شوی دی.
 
د فلسطین د روغتیا وزارت هم زیاته کړه چې په وروستیو ساعتونو کښې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې د ۵۸ شهیدانو جسدونه په رفح کښې د ابو یوسف النجار روغتون ته انتقال شوی دی.
 
رسنیو خبر ورکړی چې د غزې تړانګې په جنوب کښې د خان یونس په ناصر روغتون کښې د صهیونیسټ رژیم د نیواکګرو لخوا یو فلسطینی شهید شوی دی.


د مطلب کود: 285679

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285679/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-له-۲۸-زرو-تنو-واوښت

آوا
  https://www.avapress.com