دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 285041
صهیونیسټ رژيم د مونیخ له امنیتي کانفرانس څخه وویستل شو
د صهیونیسټ رژيم ۱۲ چینل د مونیخ د امنیتي کنفرانس د تنظیموونکو په حواله ویلي دي چې د فلسطین د ملت په خلاف د روانې جګړې له امله یې د دغې غونډې له اصلي پړاو څخه د اسرائیلو د ایستلو پریکړه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د عبراني ژبې ورځپاڼې «یروشلم پوسټ» په دې اړه لیکلي: دا پریکړه د حیرانتیا وړ وه، ځکه دغه کنفرانس د هیواد د ملي امنیت په برخه کې یو له معتبرو کنفرانسونو څخه ګڼل کیږي او د اسرائیلو… په تاریخي توګه په دې پیښه کې لویه ونډه درلوده.

دغه اسراييلي رسنۍ دا هم راپور ورکړی، چې تر تېر کال پورې د مونيخ کنفرانس د اسراييلو استازو ته مهم ځای ورکړی و او د بېلا بېلو دورو د جګړې وزيرانو بنيامين نتنياهو، بيني ګانټز، يووف ګالانت او موشي يالون په کې مهم ځای درلود. په کنفرانس کې څوکۍ

د مونیخ امنیتي کنفرانس یو کنفرانس دی چې د نړیوالو امنیتي پالیسیو په اړه خبرې کوي. دغه کنفرانس هر کال د مونیخ په بایریشر هوف هوټل کې د یوه خصوصي شرکت له خوا جوړیږي. د مونیخ په کنفرانس کې هیڅ پریکړه نه کیږي او دا یوازې د نظرونو، مشورو او سیاسي غونډو لپاره وي.
https://avapress.com/vdcfjtd0yw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته