کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صهیونیسټ رژيم د مونیخ له امنیتي کانفرانس څخه وویستل شو

10 دلو 1402 ساعت 9:48

د صهیونیسټ رژيم ۱۲ چینل د مونیخ د امنیتي کنفرانس د تنظیموونکو په حواله ویلي دي چې د فلسطین د ملت په خلاف د روانې جګړې له امله یې د دغې غونډې له اصلي پړاو څخه د اسرائیلو د ایستلو پریکړه کړې ده.


آوا: د عبراني ژبې ورځپاڼې «یروشلم پوسټ» په دې اړه لیکلي: دا پریکړه د حیرانتیا وړ وه، ځکه دغه کنفرانس د هیواد د ملي امنیت په برخه کې یو له معتبرو کنفرانسونو څخه ګڼل کیږي او د اسرائیلو… په تاریخي توګه په دې پیښه کې لویه ونډه درلوده.

دغه اسراييلي رسنۍ دا هم راپور ورکړی، چې تر تېر کال پورې د مونيخ کنفرانس د اسراييلو استازو ته مهم ځای ورکړی و او د بېلا بېلو دورو د جګړې وزيرانو بنيامين نتنياهو، بيني ګانټز، يووف ګالانت او موشي يالون په کې مهم ځای درلود. په کنفرانس کې څوکۍ

د مونیخ امنیتي کنفرانس یو کنفرانس دی چې د نړیوالو امنیتي پالیسیو په اړه خبرې کوي. دغه کنفرانس هر کال د مونیخ په بایریشر هوف هوټل کې د یوه خصوصي شرکت له خوا جوړیږي. د مونیخ په کنفرانس کې هیڅ پریکړه نه کیږي او دا یوازې د نظرونو، مشورو او سیاسي غونډو لپاره وي.


د مطلب کود: 285041

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285041/صهیونیسټ-رژيم-د-مونیخ-له-امنیتي-کانفرانس-څخه-وویستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com