افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی نن سهار (د لیندۍ ۳ مه) د
افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې دغه لار د دواړو لوریو تر منځ له خبرو وروسته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
د زابلي د څرګندونو پر بنسټ؛ نن سهار د تورخم دروازې له پرانیستلو وروسته لومړۍ سوداګریزه لارۍ پاکستان ته داخله شوه.
د شنبې په ورځ، د جدي په ۲۳مه، پاکستاني چارواکو اعلان وکړ، چې د تورخم پر پوله د افغان سوداګریزو لاریو چلوونکو لپاره باید ویزه ولري.
ویل کیږي چې د دغو موټر چلوونکو اکثریت نه ویزې لري او نه هم پاسپورتونه او د اسلام اباد پریکړې دوی نه شي کولای له پولې تېر شي.
اسلامي امارت د پاکستاني لوري د پرېکړې په اعتراض کې د دغه هېواد سوداګریزو لاریو ته اجازه ور نه کړه چې افغانستان ته ننوځي.
د دواړو غاړو د ځوابي اقداماتو له امله د افغانستان او پاکستان تر منځ پر دغه مهم پوله د یوولسو ورځو لپاره سوداګریزې چارې ټکنۍ شوې.
د دواړو خواوو صادرونکو په تېرو ورځو کې ویلي وو چې د دې سوداګریزې لارې بندېدو دوی ته ستر زیانونه اړولي دي.
په تېرو څو ورځو کې د تورخم دروازې د بیا پرانستلو په اړه د پاکستاني چارواکو او اسلامي امارت تر منځ د خبرو راپورونه ورکړل شوي، خو د دغو خبرو او د هغو د نتیجو په اړه څه نه دي ویل شوي.