کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تورخم لاره د بار وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه

3 دلو 1402 ساعت 11:03

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ چارواکي آوا ته وویل، چې د تورخم دروازه له یوولسو ورځو تړلې وروسته بېرته پرانیستل شوه.


آوا - کابل: د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی نن سهار (د لیندۍ ۳ مه) د آوا خبریال ته وویل چې دغه لار د دواړو لوریو تر منځ له خبرو وروسته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.

د زابلي د څرګندونو پر بنسټ؛ نن سهار د تورخم دروازې له پرانیستلو وروسته لومړۍ سوداګریزه لارۍ پاکستان ته داخله شوه.

د شنبې په ورځ، د جدي په ۲۳مه، پاکستاني چارواکو اعلان وکړ، چې د تورخم پر پوله د افغان سوداګریزو لاریو چلوونکو لپاره باید ویزه ولري.

ویل کیږي چې د دغو موټر چلوونکو اکثریت نه ویزې لري او نه هم پاسپورتونه او د اسلام اباد پریکړې دوی نه شي کولای له پولې تېر شي.

اسلامي امارت د پاکستاني لوري د پرېکړې په اعتراض کې د دغه هېواد سوداګریزو لاریو ته اجازه ور نه کړه چې افغانستان ته ننوځي.

د دواړو غاړو د ځوابي اقداماتو له امله د افغانستان او پاکستان تر منځ پر دغه مهم پوله د یوولسو ورځو لپاره سوداګریزې چارې ټکنۍ شوې.

د دواړو خواوو صادرونکو په تېرو ورځو کې ویلي وو چې د دې سوداګریزې لارې بندېدو دوی ته ستر زیانونه اړولي دي.

په تېرو څو ورځو کې د تورخم دروازې د بیا پرانستلو په اړه د پاکستاني چارواکو او اسلامي امارت تر منځ د خبرو راپورونه ورکړل شوي، خو د دغو خبرو او د هغو د نتیجو په اړه څه نه دي ویل شوي.


د مطلب کود: 284729

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284729/د-تورخم-لاره-بار-وړونکو-موټرو-پر-مخ-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com