دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 284542
د مزارشريف ښار ښاري ماسټر پلان به پراخ شي
د مزارشريف ښاروال وايي: په مزارشريف ښار کې دې ښاري ماسټر پلان پراخ شي او د دغه ښار ټول اوسېدونکي دې د ښاروالۍ له خدمتونو برخمن شي او موږ پلان لرو چې د ښاري ماسټر پلان د پراختيا په برخه کې همکاري وکړو. 
افغان غږ خبری آژانس: د مزارشریف ښاروال مولوی محمد کاظم طارق د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې سږ کال د ۲۰ پروژو د تطبیق پلان چې ټول یې ساختمانی دی پلي به شي.
 
هغه زیاته کړه: "ولس د چارواکو له دروغجنو شعارونو او غوړو ژمنو څخه ستړي شوي او اوس د دې وخت رارسېدلی، چې په رښتیني ډول خلکو ته خدمات وړاندې کړو او د دوی ستونزې هوارې کړو، خلک د ښو خدمتونو مستحق دي او دا زموږ دنده ده، چې ولس ته خدمت وکړو. 
 
هغه وويل چې د مزارشريف ښار سطحه په ځانګړي ډول د روضه مبارک شاوخوا په رنګارنګ څراغونو سينګار شوي او د دغه ښار شپې ورځې ډېرې ښکلې شوې دي.
 
مولوي طارق څرګنده کړه، چې له مزارشريف ښار څخه د کثافاتو د لېږد او راټولولو منظم پروګرام شتون لري.
 
هغه وويل، د مزارشريف ښار ښاري ماسټر پلان بايد پراخ شي او د دغه ښار ټول اوسېدونکي د ښاروالۍ له خدمتونو برخمن شي او موږ په پام کې لرو چې په راتلونکي کال کې ښاري ماسټر پلان ته پراختيا ورکړو.
 
د يادونې وړ ده، چې مزارشريف ښار ۱۲ اداري ناحيې لري، چې نفوس يې تر يو ميليون اوړي.
https://avapress.com/vdcayynuu49nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته