افغان غږ خبری آژانس - هرات: د نیمروز ولایت امنیه قوماندان ملا عبدالظاهر مدثر د کورنیو چارو وزارت د جنایي تحقیقاتو رئیس د سیمه ییزو او امنیتي چارواکو په حضور کې خپلو همکارانو ته ور وپیژندل شو.
ویل کیږي چې ښاغلي مدثر د بلخ ولایت د امنیه قومندان په توګه دنده ترسره کوله چې په دې وروستیو کې د نیمروز ولایت د امنیه قومندان په توګه معرفي شوی دی.
باید وویل شي، چې د نیمروز ولایت پخوانی امنیه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ایوبي د ۲۱۵ اتل قول اردو د دریمې لوا د قومندان په توګه ټاکل شوی دی.