کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نيمروز ولايت نوى امنيه قوماندان معرفي شو

26 جدی 1402 ساعت 13:35

د نيمروز ولايت نوى امنيه قوماندان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د لوړ پوړو ملکي او نظامي چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، معرفي او په کار يې پيل وکړ.


آوا - هرات: د نیمروز ولایت امنیه قوماندان ملا عبدالظاهر مدثر د کورنیو چارو وزارت د جنایي تحقیقاتو رئیس د سیمه ییزو او امنیتي چارواکو په حضور کې خپلو همکارانو ته ور وپیژندل شو. 

ویل کیږي چې ښاغلي مدثر د بلخ ولایت د امنیه قومندان په توګه دنده ترسره کوله چې په دې وروستیو کې د نیمروز ولایت د امنیه قومندان په توګه معرفي شوی دی.

باید وویل شي، چې د نیمروز ولایت پخوانی امنیه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ایوبي د ۲۱۵ اتل قول اردو د دریمې لوا د قومندان په توګه ټاکل شوی دی.


د مطلب کود: 284319

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284319/د-نيمروز-ولايت-نوى-امنيه-قوماندان-معرفي-شو

آوا
  https://www.avapress.com