دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 284087
په خوست کې د پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت د څو استنادي دیوالونو کار بشپړ شو
د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د دوه زره مترو په اوږدوالي او د پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دیوالونو د جوړولو د څو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس: د خوست د چارواکو په وینا، دغه پروژې د دغه ولایت د خټکی، دری خیل، خدرپیران، وازیان، افغان دوبی او کنی په کلیو کې بشپړې شوی دی.

ویل شوي، چې دغه پروژې د شیمل خرم سمندري فرعي حوزې په چوکاټ کې د FIO موسسې له خوا بشپړې شوې دي.

د خوست ولایت د شمل خرم سمندري حوزې امر عبدالقیوم ثابت وایي، د دغو استنادي دیوالونو په بشپړیدو سره زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له خطر څخه خوندي شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په دغه ولايت کې د اوبو د څو واړه بندونو (چکدام) چارې هم پيل شوې وې.
https://avapress.com/vdceve8wfjh8v7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته