کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوست کې د پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت د څو استنادي دیوالونو کار بشپړ شو

23 جدی 1402 ساعت 14:57

د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د دوه زره مترو په اوږدوالي او د پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دیوالونو د جوړولو د څو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


آوا: د خوست د چارواکو په وینا، دغه پروژې د دغه ولایت د خټکی، دری خیل، خدرپیران، وازیان، افغان دوبی او کنی په کلیو کې بشپړې شوی دی.

ویل شوي، چې دغه پروژې د شیمل خرم سمندري فرعي حوزې په چوکاټ کې د FIO موسسې له خوا بشپړې شوې دي.

د خوست ولایت د شمل خرم سمندري حوزې امر عبدالقیوم ثابت وایي، د دغو استنادي دیوالونو په بشپړیدو سره زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له خطر څخه خوندي شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په دغه ولايت کې د اوبو د څو واړه بندونو (چکدام) چارې هم پيل شوې وې.


د مطلب کود: 284087

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284087/په-خوست-کې-د-پنځوس-میلیونه-افغانیو-ارزښت-څو-استنادي-دیوالونو-کار-بشپړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com