دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 283304
په جاپان کې د سونامي خبرداری ورکړل شوی دی
نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې جاپان د دغه هېواد په لوېدیځو سیمو کې د ۷.۶ درجې له یوې قوي زلزلې وروسته د سونامي خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د اسوشیټېډ پرېس د راپور پر بنسټ، د جاپان د هوا پېژندنې ادارې نن (دوشنبه، د جدی ۱۱مه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد په اشیکاوا او ګاونډیو ولایتونو کې د ریښتر په کچه ۷،۶ درجې زلزله شوې ده.

له دغې زلزلې وروسته جاپان په اشیکاوا او د هونشو ټاپو په یو شمېر شمال لویدیځو سواحلو کې د لوی سونامي خبرداری ورکړی دی.

د جاپان دولتي ټلویزیون خبرداری ورکړی چې د سیلاب اوبه ښايي ۵ مترو (۱۶.۵ فټه) ته ورسېږي او له خلکو یې وغوښتل چې ژر تر ژره لوړو مځکو او یا هم د نږدې ودانیو سرونو ته وتښتي.

دغه زوروره زلزله چې د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ورځ وشوه، په توکیو او د کانتو په ټوله سیمه کې احساس شوې.

څه موده وړاندې د جاپان په اشیکاوا ولایت کې د ریښتر په کچه ۶،۵ درجې زلزلې ۲۷ تنه ټپیان او یو تن مړ کړ.
https://avapress.com/vdcfxmd0jw6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته