کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د 7.6 درجې قوي زلزلې وروسته؛

په جاپان کې د سونامي خبرداری ورکړل شوی دی

11 جدی 1402 ساعت 14:59

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې جاپان د دغه هېواد په لوېدیځو سیمو کې د ۷.۶ درجې له یوې قوي زلزلې وروسته د سونامي خبرداری ورکړی دی.


آوا: د اسوشیټېډ پرېس د راپور پر بنسټ، د جاپان د هوا پېژندنې ادارې نن (دوشنبه، د جدی ۱۱مه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد په اشیکاوا او ګاونډیو ولایتونو کې د ریښتر په کچه ۷،۶ درجې زلزله شوې ده.

له دغې زلزلې وروسته جاپان په اشیکاوا او د هونشو ټاپو په یو شمېر شمال لویدیځو سواحلو کې د لوی سونامي خبرداری ورکړی دی.

د جاپان دولتي ټلویزیون خبرداری ورکړی چې د سیلاب اوبه ښايي ۵ مترو (۱۶.۵ فټه) ته ورسېږي او له خلکو یې وغوښتل چې ژر تر ژره لوړو مځکو او یا هم د نږدې ودانیو سرونو ته وتښتي.

دغه زوروره زلزله چې د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ورځ وشوه، په توکیو او د کانتو په ټوله سیمه کې احساس شوې.

څه موده وړاندې د جاپان په اشیکاوا ولایت کې د ریښتر په کچه ۶،۵ درجې زلزلې ۲۷ تنه ټپیان او یو تن مړ کړ.


د مطلب کود: 283304

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283304/په-جاپان-کې-د-سونامي-خبرداری-ورکړل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com