افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مصباح الدین مستعین د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې ویلي چې د مولوي عثماني په مشرۍ د کرنې، اوبولګولو او مالداری په وزارت کې د وچې، تازه مېوې او سبزیجاتو د صادرونکو د ستونزو او ننګونو د حل په موخه غونډه جوړه شوه.
د مصباح الدين په وينا، په دې کتنه کې د بهرنيو هېوادونو د غوښتنو، د وچو، تازه مېوو او سبزيجاتو د صادرونکو سوداګرو پر غوښتنو، د صادروونکو پر ستونزو، د سبزيجاتو د خرابیدو د مخنيوي په اړه بحث او خبرې وشوې.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس په دې ناسته کې وویل: هغه هېوادونه چې د کرنیزو محصولاتو غوښتنه کوي، د صادرونکو لپاره دا اړتیا ده چې نړیوالو معیارونو ته په کتو چمتو شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبري پلاوي په خبره، د خصوصي سکټور په همکارۍ هڅه کوي، چې په نړیوالو معیارونو سره د باکیفیته کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو لپاره زمینه برابره کړي او همدارنګه د بی کیفیته وارداتو مخه ونیسي.
تر دې مخکې د کرنې او مالدارۍ وزارت اعلان کړی و، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې به د افغانستان د صادراتي محصولاتو ارزښت دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
د دغه وزارت د چارواکو په وینا د تېر کال په پرتله به د کرنیزو محصولاتو صادرات زیات شي.