کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرنې وزارت د باکیفیته کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو لپاره زمینه برابروي

9 قوس 1402 ساعت 11:46

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، دغه وزارت د خصوصي سکټور په همکارۍ په نړیوالو معیارونو سره د باکیفیته کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو لپاره زمینه برابروي او همدارنګه د ټیټ کیفیت لرونکي کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د واردولو مخه نیسي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مصباح الدین مستعین د آوا له خبریال سره په مرکه کې ویلي چې د مولوي عثماني په مشرۍ د کرنې، اوبولګولو او مالداری په وزارت کې د وچې، تازه مېوې او سبزیجاتو د صادرونکو د ستونزو او ننګونو د حل په موخه غونډه جوړه شوه.

د مصباح الدين په وينا، په دې کتنه کې د بهرنيو هېوادونو د غوښتنو، د وچو، تازه مېوو او سبزيجاتو د صادرونکو سوداګرو پر غوښتنو، د صادروونکو پر ستونزو، د سبزيجاتو د خرابیدو د مخنيوي په اړه بحث او خبرې وشوې.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس په دې ناسته کې وویل: هغه هېوادونه چې د کرنیزو محصولاتو غوښتنه کوي، د صادرونکو لپاره دا اړتیا ده چې نړیوالو معیارونو ته په کتو چمتو شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبري پلاوي په خبره، د خصوصي سکټور په همکارۍ هڅه کوي، چې په نړیوالو معیارونو سره د باکیفیته کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو لپاره زمینه برابره کړي او همدارنګه د بی کیفیته وارداتو مخه ونیسي.

تر دې مخکې د کرنې او مالدارۍ وزارت اعلان کړی و، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې به د افغانستان د صادراتي محصولاتو ارزښت دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا د تېر کال په پرتله به د کرنیزو محصولاتو صادرات زیات شي.


د مطلب کود: 281328

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281328/د-کرنې-وزارت-باکیفیته-کرنیزو-او-مالدارۍ-محصولاتو-صادراتو-لپاره-زمینه-برابروي

آوا
  https://www.avapress.com