دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 281283
د خوست او ابو نصر فراهي ګمرکونو د بیارغونې چارې پیل شوې
د مالیې وزارت چارواکي وايي، د خوست او په فراه ولایت کې د ابو نصر فراهي ګمرکونو د بیارغونې چارې د ۲۶،۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ویل شوي چې د مالیې وزارت د دغو دوو ګمرکونو د بیارغونې لپاره ۲۶،۵ میلیونه افغانۍ لګوي چې په ۱۴ میاشتو کې به بشپړې شي.

د مالیې وزارت د دې خبر په خپرولو سره ویلي دي چې د دغو دوو پروژو په بشپړیدو سره چې د نویو تاسیساتو د جوړول په کې شامل دي، د دغو دوو ګمرکونو د کارکوونکو او د سوداګریزو کارګو د چلوونکو شته ستونزې به حل شي.
https://avapress.com/vdcjove8tuqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته