کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوست او ابو نصر فراهي ګمرکونو د بیارغونې چارې پیل شوې

8 قوس 1402 ساعت 14:26

د مالیې وزارت چارواکي وايي، د خوست او په فراه ولایت کې د ابو نصر فراهي ګمرکونو د بیارغونې چارې د ۲۶،۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.


آوا - کابل: ویل شوي چې د مالیې وزارت د دغو دوو ګمرکونو د بیارغونې لپاره ۲۶،۵ میلیونه افغانۍ لګوي چې په ۱۴ میاشتو کې به بشپړې شي.

د مالیې وزارت د دې خبر په خپرولو سره ویلي دي چې د دغو دوو پروژو په بشپړیدو سره چې د نویو تاسیساتو د جوړول په کې شامل دي، د دغو دوو ګمرکونو د کارکوونکو او د سوداګریزو کارګو د چلوونکو شته ستونزې به حل شي.


د مطلب کود: 281283

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281283/د-خوست-او-ابو-نصر-فراهي-ګمرکونو-بیارغونې-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com