دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 281235
د ننګرهار د کانال د مالټو حاصلات سږ کال تر درې زره ټنو زیات اټکل شوی دی
د ننګرهار د کانال سیمه ییز چارواکي وايي، له دغه کانال څخه سږ کال د مالټو حاصل څه باندې درې زره ټنه اټکل شوی، چې د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار د کانال رئیس مولوي غلام رحمان کاظم وايي، سږ کال د ننګرهار له کانال څخه د مالټو حاصلات تر ۳۰۰۰ ټنو زیات اټکل شوي دي.
 
ښاغلی کاظم وايي چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله ۱۰۰۰ ټنه زیات شوی دی.

هغه د دې زياتوالي لامل له حشراتو څخه د ونو سمه پاملرنه او ساتنه ګڼي.

د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار مالټه ښه شهرت لري او هر کال د هېواد د نورو ولايتونو ترڅنګ له افغانستان څخه بهر هم صادرېږي.
https://avapress.com/vdcgwq9xnak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته