کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار د کانال د مالټو حاصلات سږ کال تر درې زره ټنو زیات اټکل شوی دی

7 قوس 1402 ساعت 16:24

د ننګرهار د کانال سیمه ییز چارواکي وايي، له دغه کانال څخه سږ کال د مالټو حاصل څه باندې درې زره ټنه اټکل شوی، چې د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.


آوا - کابل: د ننګرهار د کانال رئیس مولوي غلام رحمان کاظم وايي، سږ کال د ننګرهار له کانال څخه د مالټو حاصلات تر ۳۰۰۰ ټنو زیات اټکل شوي دي.
 
ښاغلی کاظم وايي چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله ۱۰۰۰ ټنه زیات شوی دی.

هغه د دې زياتوالي لامل له حشراتو څخه د ونو سمه پاملرنه او ساتنه ګڼي.

د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار مالټه ښه شهرت لري او هر کال د هېواد د نورو ولايتونو ترڅنګ له افغانستان څخه بهر هم صادرېږي.


د مطلب کود: 281235

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281235/د-ننګرهار-کانال-مالټو-حاصلات-سږ-کال-تر-درې-زره-ټنو-زیات-اټکل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com