دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 280364
په کابل کې د شرابو یوه کارخونه کشف شوه
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې پولیسو د چهار قلعه وزیر اباد په سیمه کې د شرابو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن سه شنبه د عقرب ۲۳ مه، د کابل امنیه قوماندانی په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې د کابل ښار د لسمې امنیتی حوزې پولیسو د چهار قلعه وزیر آباد په سیمه کې د شرابو یوه فابریکه کشف او له منځه وړې ده.
 
د لسمې ناحیې امنیه قوماندان عبدالرحیم اجمل وویل: چې پرون مو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر او د خپلو همکارانو په همکارۍ د چهار فلعه په سیمه کې د بي بي عایشه کوڅه کې د شرابو یوه فابریکه کشف او نیولې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم د کابل پوليسو د نشه يي توکو يوه فابريکه کشف کړې وه.
https://avapress.com/vdciquar5t1avp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته