کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د شرابو یوه کارخونه کشف شوه

23 عقرب 1402 ساعت 12:06

د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې پولیسو د چهار قلعه وزیر اباد په سیمه کې د شرابو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.


آوا - کابل: نن سه شنبه د عقرب ۲۳ مه، د کابل امنیه قوماندانی په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې د کابل ښار د لسمې امنیتی حوزې پولیسو د چهار قلعه وزیر آباد په سیمه کې د شرابو یوه فابریکه کشف او له منځه وړې ده.
 
د لسمې ناحیې امنیه قوماندان عبدالرحیم اجمل وویل: چې پرون مو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر او د خپلو همکارانو په همکارۍ د چهار فلعه په سیمه کې د بي بي عایشه کوڅه کې د شرابو یوه فابریکه کشف او نیولې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم د کابل پوليسو د نشه يي توکو يوه فابريکه کشف کړې وه.


د مطلب کود: 280364

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280364/په-کابل-کې-د-شرابو-یوه-کارخونه-کشف-شوه

آوا
  https://www.avapress.com