دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 279827
په پلازمېنه کې د غلو یوه ۹ کسیزه ډله ونیول شوه
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، د کابل د پولیسو د ۱۵مې حوزې د پولیسو له خوا د غلو یوه ۹ کسیزه ډله نیول شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د ایکس په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې د کابل امنیه قوماندانۍ د ۱۵مې حوزې د پولیسو له خوا د غلو یوه ۹ کسیزه ډله نیول شوې ده.
 
نوموړي دا هم ليکلي، چې نيول شويو کسانو هغه کس هم شامل دي چي د يوه سوداګر د ٣٥٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت مالونه، چې زياتره يې ګران بيه ګرځنده ټېلېفونونه دي، غلا کړي وو، چې پوليسو ته يې له خبر ورکولو وروسته غله ونيول او غلا شوې مال يې مالک ته وسپارل.
 
ده وويل چې له نيول شويو کسانو څخه درې موټر هم ترلاسه شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کابل ولایت پولیسو د غلو یوه ډله نیولې وه.
https://avapress.com/vdcauonu049n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته