کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پلازمېنه کې د غلو یوه ۹ کسیزه ډله ونیول شوه

14 عقرب 1402 ساعت 15:33

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، د کابل د پولیسو د ۱۵مې حوزې د پولیسو له خوا د غلو یوه ۹ کسیزه ډله نیول شوې ده.


آوا - کابل: د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د ایکس په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې د کابل امنیه قوماندانۍ د ۱۵مې حوزې د پولیسو له خوا د غلو یوه ۹ کسیزه ډله نیول شوې ده.
 
نوموړي دا هم ليکلي، چې نيول شويو کسانو هغه کس هم شامل دي چي د يوه سوداګر د ٣٥٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت مالونه، چې زياتره يې ګران بيه ګرځنده ټېلېفونونه دي، غلا کړي وو، چې پوليسو ته يې له خبر ورکولو وروسته غله ونيول او غلا شوې مال يې مالک ته وسپارل.
 
ده وويل چې له نيول شويو کسانو څخه درې موټر هم ترلاسه شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کابل ولایت پولیسو د غلو یوه ډله نیولې وه.


د مطلب کود: 279827

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279827/په-پلازمېنه-کې-د-غلو-یوه-۹-کسیزه-ډله-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com