دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 279592
د تركيې ښوونيز بنسټ د افغانستان او تركيې د خلكو تر منځ د اړيكو په پياوړتيا كې ارزښتمن رول لوبولى دى
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ترکیې په استانبول ښار کې د ښوونې او روزنې له بنسټ څخه لیدنه وکړه او ویې ویل، دغه بنسټ د افغانستان او ترکیې د خلکو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې ارزښتناک رول لوبولی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی د اکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی د ترکیې په استانبول ښار کې د دغه هېواد د ښوونې او روزنې له بنسټ څخه لیدنه وکړه. نوموړي وویل، دغه بنسټ د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې ارزښتناک رول لوبولی دی.
 
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دوام کې په افغانستان کې د پرسونل د روزنې په برخه کې ددغه بنسټ څخه قدرداني وکړه او د روزنې په برخه کې يې د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه .
 
په ورته وخت کې د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ مسوولینو هم له اسلامي امارت څخه په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د اسانتیا له امله مننه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcjhhe88uqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته