کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تركيې ښوونيز بنسټ د افغانستان او تركيې د خلكو تر منځ د اړيكو په پياوړتيا كې ارزښتمن رول لوبولى دى

10 عقرب 1402 ساعت 10:53

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ترکیې په استانبول ښار کې د ښوونې او روزنې له بنسټ څخه لیدنه وکړه او ویې ویل، دغه بنسټ د افغانستان او ترکیې د خلکو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې ارزښتناک رول لوبولی دی.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی د اکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی د ترکیې په استانبول ښار کې د دغه هېواد د ښوونې او روزنې له بنسټ څخه لیدنه وکړه. نوموړي وویل، دغه بنسټ د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې ارزښتناک رول لوبولی دی.
 
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دوام کې په افغانستان کې د پرسونل د روزنې په برخه کې ددغه بنسټ څخه قدرداني وکړه او د روزنې په برخه کې يې د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه .
 
په ورته وخت کې د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ مسوولینو هم له اسلامي امارت څخه په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د اسانتیا له امله مننه کړې ده.
 


د مطلب کود: 279592

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279592/د-تركيې-ښوونيز-بنسټ-افغانستان-او-خلكو-تر-منځ-اړيكو-په-پياوړتيا-كې-ارزښتمن-رول-لوبولى-دى

آوا
  https://www.avapress.com