د مصر الازهر په یوه بیانیه کښې د غزې په تړانګه کښې د جبالیه په کمپ بمباري په کلکه وغندله او ویې ویل: صهیونیسټ دښمن په دې وروستیو کښې په یو وحشي لیوه بدل شوی دی چې د ماشومانو، ښځو او بې ګناه خلکو په وژلو بوخت دی.
افغان غږ خبری آژانس: پرون ماښام د غزې په جبالیه کمپ بمبارۍ له سلو زیات شهیدان او په سلګونو نور ټپیان کړل. د حماس د ځینو چارواکو په وینا د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم ځمکنی حملې په رسمی توګه پیل شوی دی خو هغوی ټینګار وکړ چې حماس د اسرائیلو د پوځ لپاره ډیر حیرانونکی پلانونه لری.