د مصر الازهر په یوه بیانیه کښې د غزې په تړانګه کښې د جبالیه په کمپ بمباري په کلکه وغندله او ویې ویل: صهیونیسټ دښمن په دې وروستیو کښې په یو وحشي لیوه بدل شوی دی چې د ماشومانو، ښځو او بې ګناه خلکو په وژلو بوخت دی.
د مصر الازهر په غزه کښې د اسرائيلي رژيم د ظلمونو په وړاندې جدي غبرګون وښود
10 عقرب 1402 ساعت 9:41
د مصر الازهر په یوه بیانیه کښې د غزې په تړانګه کښې د جبالیه په کمپ بمباري په کلکه وغندله او ویې ویل: صهیونیسټ دښمن په دې وروستیو کښې په یو وحشي لیوه بدل شوی دی چې د ماشومانو، ښځو او بې ګناه خلکو په وژلو بوخت دی.
آوا: پرون ماښام د غزې په جبالیه کمپ بمبارۍ له سلو زیات شهیدان او په سلګونو نور ټپیان کړل.
د حماس د ځینو چارواکو په وینا د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم ځمکنی حملې په رسمی توګه پیل شوی دی خو هغوی ټینګار وکړ چې حماس د اسرائیلو د پوځ لپاره ډیر حیرانونکی پلانونه لری.
د مطلب کود: 279583