دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 279456
د بلخ د سرې او برښنا په فابریکه کې د ۱۱۵ ټنه کیمیاوي سرې تولید شوي
د بلخ د والي د دفتر د رسنیو مرکز اعلان وکړ چې د دغه ولایت د سرې او برښنا شرکت د کیفیت له پلوه په نړۍ کې دویم لوی شرکت دی چې هره ورځ ۱۱۵ ټنه کیمیاوي سرې تولیدوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ ولایت د رسنیو مرکز اعلان کړی چې د دغه ولایت د سرې د تولید په فابریکه کې ۱۶۷۰ کارګر او ۳۰۰ تنه مسلکی انجینران په کار بوخت دی.
 
د دغه راپور له مخې، د سرې فابریکه د یو میلیارد افغانیو په ارزښت سرې تولیدوي.
 
د راپور له مخې، دغه فابریکه ۲۵ برخې لري چې هره ورځ ۱۱۵۰ ټنه اکسیجن، ۲۵۰۰ ټنه هایدروجن، ۱۴ میګاواټه برېښنا او ۱۱۵ ټنه سپینه کیمیاوي سرې تولیدوي.
 
د دغه راپور له مخې، د کيفيت له پلوه د سرې او برېښنا فابريکه په نړۍ کې دويمه فابريکه ده چې کيمياوي سرې توليدوي.
 
https://avapress.com/vdciw3arqt1ay52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته