کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ د سرې او برښنا په فابریکه کې د ۱۱۵ ټنه کیمیاوي سرې تولید شوي

8 عقرب 1402 ساعت 13:49

د بلخ د والي د دفتر د رسنیو مرکز اعلان وکړ چې د دغه ولایت د سرې او برښنا شرکت د کیفیت له پلوه په نړۍ کې دویم لوی شرکت دی چې هره ورځ ۱۱۵ ټنه کیمیاوي سرې تولیدوي.


آوا - مزار شریف: د بلخ ولایت د رسنیو مرکز اعلان کړی چې د دغه ولایت د سرې د تولید په فابریکه کې ۱۶۷۰ کارګر او ۳۰۰ تنه مسلکی انجینران په کار بوخت دی.
 
د دغه راپور له مخې، د سرې فابریکه د یو میلیارد افغانیو په ارزښت سرې تولیدوي.
 
د راپور له مخې، دغه فابریکه ۲۵ برخې لري چې هره ورځ ۱۱۵۰ ټنه اکسیجن، ۲۵۰۰ ټنه هایدروجن، ۱۴ میګاواټه برېښنا او ۱۱۵ ټنه سپینه کیمیاوي سرې تولیدوي.
 
د دغه راپور له مخې، د کيفيت له پلوه د سرې او برېښنا فابريکه په نړۍ کې دويمه فابريکه ده چې کيمياوي سرې توليدوي.
 


د مطلب کود: 279456

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279456/د-بلخ-سرې-او-برښنا-په-فابریکه-کې-۱۱۵-ټنه-کیمیاوي-تولید-شوي

آوا
  https://www.avapress.com