دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 278999
د مزارشريف ښار په بېلابېلو برخو کې د ۲۰ ټولګټو پروژو د پلي کېدو چارې پيل شوې
د مزارشريف ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د مزارشريف ښار په بېلابېلو برخو کې د ۲۰ ټولګټو پروژو د پلي کېدو چارې پيل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د مزارشریف ښاروال مولوی محمد کاظم طارق د روان کال په لړ کې د مزارشریف ښار په نهمه ناحیه کې د یو کیلومتر سړک د پخولو چاري د پیل پر مهال رسنیو ته وویل: د مزارشريف ښار په بيلابيلو برخو کې ۲۰ ټولګټې پروژې پلې شوې او د يو شمير پروژو کار پيل شوي.
 
ده زياته کړه: د مزارشريف ښار په نهمه ناحيه کې د څه دپاسه اته نيم ميليونه افغانيو په لګښت د يو کيلومتر سړک د کانکريټ جوړولو کار پيل شوى او دغه پروژه له شلو پلان شويو پروژو څخه يوه ده.
 
د مزارشريف ښاروال د ښاريانو د ستونزو د هواري په برخه کې د دغه رياست کړنو ته په اشارې سره وويل: د ښاريانو اړتياوې ډېرې دي او يوازې سږ کال مو د شلو پروژو په برخه کې جدي اړتياوې په پام کې نيولي دي. موږ هوډ لرو چې په ښار کې ټولې ستونزې حل کړو چې د ښاروالۍ عواید به لوړ شي.
 
په ورته وخت کې يو شمېر ښاريان د مزارشريف ښار د بيارغونې په برخه کې د ښاروالۍ د کړنو هرکلى کوي او وايي: ښاريان د معياري سړکونو، کثافاتو او پارکونو او شنو ځايونو د نشتوالي له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې دې ورته پاملرنه زياته شي.
 
https://avapress.com/vdcjhoe8huqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته