دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 278982
د میدان وردګ کې ۳۳ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
د میدان وردګ ولایت د اقتصاد ریاست سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې ۲۴ مرستندویه بنسټونه فعالیت کوي، چې ۳۳ زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د میدان وردګ ولایت د اقتصاد رئیس مولوی عبدالحکیم حمید وویل: په میدان وردګ ولایت کې د اقتصاد ریاست تر چتر لاندې ۲۴ غیردولتي موسسې فعالیت کوي، چې ۳۳ زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
 
ښاغلي حمید له مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې د کارکوونکو معاشونه د بانکي سیستم له لارې ورکړي او دغه راز خپل شپږ میاشتنی او کلن پلان له دغه ریاست سره شریک کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې کورنۍ او بهرنۍ مرستندويه موسسې فعاليت کوي؛ له همدې امله په زرګونو تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcbwwb55rhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته