کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د میدان وردګ کې ۳۳ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

1 عقرب 1402 ساعت 11:29

د میدان وردګ ولایت د اقتصاد ریاست سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې ۲۴ مرستندویه بنسټونه فعالیت کوي، چې ۳۳ زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.


آوا: د میدان وردګ ولایت د اقتصاد رئیس مولوی عبدالحکیم حمید وویل: په میدان وردګ ولایت کې د اقتصاد ریاست تر چتر لاندې ۲۴ غیردولتي موسسې فعالیت کوي، چې ۳۳ زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
 
ښاغلي حمید له مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې د کارکوونکو معاشونه د بانکي سیستم له لارې ورکړي او دغه راز خپل شپږ میاشتنی او کلن پلان له دغه ریاست سره شریک کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې کورنۍ او بهرنۍ مرستندويه موسسې فعاليت کوي؛ له همدې امله په زرګونو تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
 


د مطلب کود: 278982

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278982/د-میدان-وردګ-کې-۳۳-زره-کسانو-ته-کار-زمینه-برابره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com