دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 278976
په کابل کې څه دپاسه ديرش زره د ذيکب ګولۍ کشف شوې
د کابل امنیه قومانداني وايي، د پلازمېنې د اتمې امنیتي حوزې پولیسو ۳۰ زره اته سوه د ذیکب ټابلیټونه کشف او ترلاسه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل امنیه قوماندانی د اکس ټولنیزې شبکې په حواله لیکلي چې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې پولیسو د ذیکب ۳۰۸۰۰ ګولۍ کشف او ضبط کړې دي.
 
د دې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دوه تنه چې په ناقانونه توګه يې دغه ټابلېټونه ساتل، د پوليسو له خوا نيول شوي او دوسيې به يې له څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د چارواکو په وینا د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته په هېواد کې د نشه يي توکو پېر او پلور ډېر کم شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcefv8wpjh8foi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته