کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې څه دپاسه ديرش زره د ذيکب ګولۍ کشف شوې

1 عقرب 1402 ساعت 10:43

د کابل امنیه قومانداني وايي، د پلازمېنې د اتمې امنیتي حوزې پولیسو ۳۰ زره اته سوه د ذیکب ټابلیټونه کشف او ترلاسه کړي دي.


آوا - کابل: د کابل امنیه قوماندانی د اکس ټولنیزې شبکې په حواله لیکلي چې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې پولیسو د ذیکب ۳۰۸۰۰ ګولۍ کشف او ضبط کړې دي.
 
د دې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دوه تنه چې په ناقانونه توګه يې دغه ټابلېټونه ساتل، د پوليسو له خوا نيول شوي او دوسيې به يې له څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د چارواکو په وینا د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته په هېواد کې د نشه يي توکو پېر او پلور ډېر کم شوی دی.
 


د مطلب کود: 278976

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278976/په-کابل-کې-څه-دپاسه-ديرش-زره-د-ذيکب-ګولۍ-کشف-شوې

آوا
  https://www.avapress.com