دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 278716
افغان الاصله فرانسوی خبریال له ۲۸۴ ورځو بند تېرولو وروسته خوشې شو
د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو اتحادیه وايي، افغان الاصله فرانسوی خبریال په کابل کې د محکمې له خوا له ۲۸۴ ورځو بند تېرولو وروسته او دوه خبریالان چې په دایکندي ولایت کې نیول شوي وو، خوشې شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د آزادو خبریالانو اتحادیه وايي، افغان الاصله فرانسوۍ خبریاله مرتضی بهبودي د کابل د محکمې له لوري له ۲۸۴ ورځو بند او دوه خبریالان چې په دایکندي ولایت کې نیول شوي وو، له بنده خوشي شول.
 
د افغانستان د آزادو خبريالانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، ښاغلى بهبودي د جنورۍ په اوومه په کابل کې نيول شوى و، چې تېره اوونۍ د کابل د درېيمې حوزې د محکمې له خوا برائت شوى او د چهارشنبې په ورځ (میزان ٢٦) شاوخوا دوه بجې خوشې شو.
 
د افغانستان د ازادو خبريالانو اتحاديه د بې سرحده خبريالانو له هڅو او په محکمه کې د عدالت د تامينولو د ستاينې په ترڅ کې د کابل له پلچرخي زندان څخه د ښاغلي بهبودي د خلاصون هرکلی کوي، په دايکنډي کې د نسيم راډيو خبريالانو سيف الله رضايي او مجتبی قاسمي او د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د رسنیو د کار په اړه د شکایتونو د څېړلو او د رسنیزو سرغړونو د مخنیوي کمیسیون له لارې د رسنیو د کار دوسیې وڅېړي.
 
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په اکس ټولنیزه شبکه کې د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خوشې کیدو هرکلی وکړ.
 
https://avapress.com/vdcgq79x3ak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته