کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان الاصله فرانسوی خبریال له ۲۸۴ ورځو بند تېرولو وروسته خوشې شو

27 میزان 1402 ساعت 9:45

د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو اتحادیه وايي، افغان الاصله فرانسوی خبریال په کابل کې د محکمې له خوا له ۲۸۴ ورځو بند تېرولو وروسته او دوه خبریالان چې په دایکندي ولایت کې نیول شوي وو، خوشې شول.


آوا - کابل: د افغانستان د آزادو خبریالانو اتحادیه وايي، افغان الاصله فرانسوۍ خبریاله مرتضی بهبودي د کابل د محکمې له لوري له ۲۸۴ ورځو بند او دوه خبریالان چې په دایکندي ولایت کې نیول شوي وو، له بنده خوشي شول.
 
د افغانستان د آزادو خبريالانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، ښاغلى بهبودي د جنورۍ په اوومه په کابل کې نيول شوى و، چې تېره اوونۍ د کابل د درېيمې حوزې د محکمې له خوا برائت شوى او د چهارشنبې په ورځ (میزان ٢٦) شاوخوا دوه بجې خوشې شو.
 
د افغانستان د ازادو خبريالانو اتحاديه د بې سرحده خبريالانو له هڅو او په محکمه کې د عدالت د تامينولو د ستاينې په ترڅ کې د کابل له پلچرخي زندان څخه د ښاغلي بهبودي د خلاصون هرکلی کوي، په دايکنډي کې د نسيم راډيو خبريالانو سيف الله رضايي او مجتبی قاسمي او د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د رسنیو د کار په اړه د شکایتونو د څېړلو او د رسنیزو سرغړونو د مخنیوي کمیسیون له لارې د رسنیو د کار دوسیې وڅېړي.
 
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په اکس ټولنیزه شبکه کې د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خوشې کیدو هرکلی وکړ.
 


د مطلب کود: 278716

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278716/افغان-الاصله-فرانسوی-خبریال-له-۲۸۴-ورځو-بند-تېرولو-وروسته-خوشې-شو

آوا
  https://www.avapress.com