افغان غږ خبری آژانس: د متحده عربي اماراتو د پراختیايي چارو او نړیوالو سازمانونو د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سلطان الشامسي وايي، هېواد یې دوې الوتکې چې ۵۳ ټنه خوراکي توکي د هرات ولایت د زلزله ځپلو کورنیو لپاره واستول شوې.
د عربي متحده اماراتو د بهرنيو چارو وزارت د پرمختيايي او نړيوالو موسسو مرستيال زياته کړه: د پرله پسې پنځمې ورځې لپاره د عربي متحده اماراتو بشردوستانه هوايي پل د افغانستان د خلکو د بنسټيزو اړتياوو د پوره کولو په خاطر د موادو برابرولو ته دوام ورکوي . "
هغه زياته کړه، چې تر اوسه پورې پنځه الوتکې چې ١٤٠ ټنه مرستندويه توکي لېږدوي، لېږل شوي دي.
شمسي ټینګار وکړ چې متحده عربي امارات د افغانستان له خلکو سره د مرستې او بشري مرستو په برخه کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم هرات ولايت څو ځلې زلزلې ولړزاوه او د دغو زلزلو په پايله کې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان مړه او ټپيان شول.