دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 277969
د عزیزي بانک مشر د هرات له زلزله ځپلو سره د ۲۰۰ میلیونه افغانیو مرسته اعلان کړه
د افغانستان د یوه خصوصي بانک مشر میرویس عزیزي اعلان وکړ چې د هرات له زلزله ځپلو سره به ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: میرویس عزیزي په اکس پاڼه کې یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي: د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته د بیړنیو مرستو د رسولو په موخه نن ما لارښوونه وکړه چې دوه سوه میلیونه افغانۍ عاجله د ځانګړې شي او پلاوى يې مکلف دى چې د مرستو د وېش لپاره هرات ته سفر وکړي.
 
هغه زياته کړه چې د مرستو د وېش د پروسې د لا ښه انسجام په موخه به يې ورور همايون عزيزي سبا هرات ته سفر کوي او د دې پروسې مديريت کوي.
 
په ورته وخت کې کام ایر هوايي شرکت دا هم وویل چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره یې لس میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د شنبي په ورځ سهار زوروره زلزله هرات ولړزاوه او د زنده جان ولسوالۍ په ګډون لسګونه کلي ويجاړ کړل.
 
تر اوسه په دغه طبيعي پېښه کې د څه باندې دوه زره کسانو څخه ډیر د وژل کېدو او ژوبل کیدو پخلی شوی دی.
 
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د لومړي وزیر دفتر په دې ولایت کې د قربانیانو سره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو د تخصیص اعلان کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcfved01w6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته