کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عزیزي بانک مشر د هرات له زلزله ځپلو سره د ۲۰۰ میلیونه افغانیو مرسته اعلان کړه

17 میزان 1402 ساعت 12:16

د افغانستان د یوه خصوصي بانک مشر میرویس عزیزي اعلان وکړ چې د هرات له زلزله ځپلو سره به ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته وکړي.


آوا - کابل: میرویس عزیزي په اکس پاڼه کې یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي: د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته د بیړنیو مرستو د رسولو په موخه نن ما لارښوونه وکړه چې دوه سوه میلیونه افغانۍ عاجله د ځانګړې شي او پلاوى يې مکلف دى چې د مرستو د وېش لپاره هرات ته سفر وکړي.
 
هغه زياته کړه چې د مرستو د وېش د پروسې د لا ښه انسجام په موخه به يې ورور همايون عزيزي سبا هرات ته سفر کوي او د دې پروسې مديريت کوي.
 
په ورته وخت کې کام ایر هوايي شرکت دا هم وویل چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره یې لس میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د شنبي په ورځ سهار زوروره زلزله هرات ولړزاوه او د زنده جان ولسوالۍ په ګډون لسګونه کلي ويجاړ کړل.
 
تر اوسه په دغه طبيعي پېښه کې د څه باندې دوه زره کسانو څخه ډیر د وژل کېدو او ژوبل کیدو پخلی شوی دی.
 
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د لومړي وزیر دفتر په دې ولایت کې د قربانیانو سره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو د تخصیص اعلان کړی دی.
 


د مطلب کود: 277969

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277969/د-عزیزي-بانک-مشر-هرات-له-زلزله-ځپلو-سره-۲۰۰-میلیونه-افغانیو-مرسته-اعلان-کړه

آوا
  https://www.avapress.com