دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 277919
په اتریش او انګلستان کې د افغانستان د سفارتونو د قونسلګرۍ خدمات بند شوي دي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په اتریش او انګلستان کې د افغانستان د سفارتونو د قونسلګرۍ د ځنډولو اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (یکشنبه د میزان ۱۶مه) په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې اعلان وکړ چې په اتریش او انګلستان کې د افغانستان د سفارتونو د قونسلګرۍ خدمات وځنډول شو.
 
هغه زیاته کړه، د دغو سفارتونو او د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د روڼتیا او همغږي د نشتوالي له امله ټول قونسلګري خدمات (د پاسپورټونو تمدید او صادرول، د ویزو صادرول او د اسنادو او تضمینونو تصدیق کول) بند شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په اسپانیا کې د افغانستان سفارت له اسلامي امارت سره د تعامل او همکارۍ اعلان کړی دی.
 
https://avapress.com/vdca60nuo49n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته