کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت ویاند:

په اتریش او انګلستان کې د افغانستان د سفارتونو د قونسلګرۍ خدمات بند شوي دي

16 میزان 1402 ساعت 15:21

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په اتریش او انګلستان کې د افغانستان د سفارتونو د قونسلګرۍ د ځنډولو اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (یکشنبه د میزان ۱۶مه) په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې اعلان وکړ چې په اتریش او انګلستان کې د افغانستان د سفارتونو د قونسلګرۍ خدمات وځنډول شو.
 
هغه زیاته کړه، د دغو سفارتونو او د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د روڼتیا او همغږي د نشتوالي له امله ټول قونسلګري خدمات (د پاسپورټونو تمدید او صادرول، د ویزو صادرول او د اسنادو او تضمینونو تصدیق کول) بند شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په اسپانیا کې د افغانستان سفارت له اسلامي امارت سره د تعامل او همکارۍ اعلان کړی دی.
 


د مطلب کود: 277919

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277919/په-اتریش-او-انګلستان-کې-د-افغانستان-سفارتونو-قونسلګرۍ-خدمات-بند-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com