دخپریدو نیټه :شنبه ۱ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۷:۲۴
د مطلب کود : 277083
په پکتيا ولايت کې څه دپاسه دوه زره جريبه ځمکه د چرسو د کروندو څخه پاکه شوی
د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليس وايي، چې د دغه ولايت په اريوب ولسوالۍ کې يې دوه زره او ۷۰ جريبه د چرس کښت له منځه وړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیا امنیه قومندانۍ له نشه ‎يي توکو سره د مبارزې پولیسو د شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دغه ولایت په اریوب ولسوالۍ کې یې ۲۷۰۰ جریبه د چرس کښت له منځه وړی دی.
 
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په خوست ولایت کې ۱۰ جریبه، په پنجشیر ولایت کې ۷ جریبه، په کندز ولایت کې یو جریبه او بله ۶۰۰ متره په سمنګان ولایت کې د زیان رسوونکو کښتونو له شتون څخه پاکه شوې ده.
 
دغه راز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د بغلان ولايت په تاله او برفک ولسواليو کې د نشه يي توکو دوه فابريکې کشف او له خپلو ټولو وسايلو سره يې وسوځولې.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې ۲۵۰ کیلو ګرامه چرس په فراه کشف ولایت کې نیول شوي، دوه تنه په خوست ولایت کې د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي او یو بل تن په بدخشان ولایت کې د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیول شوی دی.
 
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې بي بي سي په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې د سټلایټ عکسونه ښيي چې اسلامي امارت تر ډېره په افغانستان کې د کوکنارو د کروندو په له منځه وړلو بریالی شوی دی.
 
په دې راپور کې ویل شوي؛ په هلمند ولایت کې زیاتره هغه ځمکې چې کوکنار او چرس پکې کرل کیدل، اوس د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې خپلې ټیټې کچې ته رسیدلي دي.
 
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او تولید تر هغه وروسته تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی چې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده د فرمان له مخې د نشه يي توکو کښت، تولید او قاچاق منع شوی دی.
https://avapress.com/vdcc4mqi12bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته