افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان ولایت د فواید عامې ریاست وايي، د بامیان د دوه طرفه سړک چې د سالنګ په لاره بدلیږي، د سختو سیمو د جغل اچولو او سطحې کولو کار پیل کړی دی.
د بغلان ولايت د فوايد عامې رييس ملا محمد عباس اخندزاده باختر آژانس ته وويل: د باميان ولايت له دوشي څخه د بخشي تر سيمې پورې سړک ٧٦ کيلومتره اوږدوالى لري او څه ناڅه ٦٠ کيلومتره يې پاخه شوي دي.
د دوشي-تاله او برفک لاره د شیبر د لویې لارې یوه برخه ده چې اوس مهال د سالنګ لارې ۤ بدل کار تری اخیستل کیږي.
موټر چلوونکي او مسافر د دوشي – تاله او برفک سړک له خرابوالي شکایت لري