دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 276513
د افغانستان د ستندرد ملي اداره: ایران ته د تېلو ۱۴ بې کیفیته تېل راستانه شوي
د افغانستان د نورم او سټنډرډ ملي ادارې په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې ایران ته یې د تېلو ۱۴ ټیټ کیفیت لرونکي ټانکرونه بېرته استولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د نورم او سټنډرډ ادارې نن (سه شنبه، سنبله ۲۱) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه تېل وړونکي ټانکرونه یې د فراه څخه ایران ته لېږدولي دي.
 
د اسلامي امارت د نورم او ستندرد ملي ادارې ټینګار کړی، چې هېواد ته د ټیټ کیفیت تیلو د واردولو د مخنیوي په موخه «عملي ګامونه» اخلي.
 
دغې ادارې تر دې مخکې ایران، ترکمنستان او ازبکستان ته د ټیټ کیفیت تېلو د استولو اعلان کړی و.
 
څه موده وړاندې دغې ادارې اعلان وکړ چې د ټیټ کیفیت د نفتي توکو له ۸۰ څخه زیات ټانکرونه یې ازبکستان ته استولي دي.
 
https://avapress.com/vdcjvme8tuqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته