کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د ستندرد ملي اداره: ایران ته د تېلو ۱۴ بې کیفیته تېل راستانه شوي

21 سنبله 1402 ساعت 13:45

د افغانستان د نورم او سټنډرډ ملي ادارې په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې ایران ته یې د تېلو ۱۴ ټیټ کیفیت لرونکي ټانکرونه بېرته استولي دي.


آوا - کابل: د افغانستان د نورم او سټنډرډ ادارې نن (سه شنبه، سنبله ۲۱) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه تېل وړونکي ټانکرونه یې د فراه څخه ایران ته لېږدولي دي.
 
د اسلامي امارت د نورم او ستندرد ملي ادارې ټینګار کړی، چې هېواد ته د ټیټ کیفیت تیلو د واردولو د مخنیوي په موخه «عملي ګامونه» اخلي.
 
دغې ادارې تر دې مخکې ایران، ترکمنستان او ازبکستان ته د ټیټ کیفیت تېلو د استولو اعلان کړی و.
 
څه موده وړاندې دغې ادارې اعلان وکړ چې د ټیټ کیفیت د نفتي توکو له ۸۰ څخه زیات ټانکرونه یې ازبکستان ته استولي دي.
 


د مطلب کود: 276513

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276513/د-افغانستان-ستندرد-ملي-اداره-ایران-ته-تېلو-۱۴-بې-کیفیته-تېل-راستانه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com