افغان غږ خبری آژانس: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په همدې موخه نن د مالیې او اداري معین سید عصمت الله عاصم او د د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې معین مولوي محمد خالد سجستاني او همدا راز د مالیې وزارت د دولتي شرکت د مسوولینو په حضور کې غونډه وشوه.
په دې کتنه کې د کابل ښار د بېلابېلو سوداګريزو اتحاديو فعالانو ته د نوي سوداګريز جواز د وېش په اړه خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د ښاروالۍ د معلوماتي ټکنالوجۍ او عوایدو ریاستونو لخوا ترتیب شوی د سوداګرۍ د جواز نوی پلان تصویب شو.
د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، د څه باندې پنځوس زره نویو سوداګریزو جوازونو د وېش لپاره یې چمتووالی نیولی او دا چې څنګه به د کابل ښاروالۍ په عوایدو او د کابل ښار د سوداګرو د اتحادیو په ډیټابیس کې ثبت او راجستر شي نو دا به معلومه شي چې په کابل ښار کې څومره دوکانونه فعال او شتون لري.