افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه نښلوونکی سړک د کابل پروان له لویې لارې (ذاکرین ښارګوټی) څخه د کابل ښار د پنځمې او ۱۷مې ناحیې تر قرغې سړک پورې جوړېږي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د دغه سړک په اوږدو کې څه د پاسه ٣٥٠ جايدادونه او کورونه استملاک شوي دي او د ويجاړولو او پاکولو کار يې پيل کړى دى او د قانون له مخې به هغو اتباعو ته چې جايدادونه تر استملاک لاندې وي، تاوان ورکول کيږي.
په ورته وخت کې د دغه سړک چې د غره له ټوټو څخه کیندل کېږي، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او پالنې د ریاست له خوا د کار پیل شوی دی.
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د یوه چارواکي په وینا، د کابل ښار دغه مهم سړک د ډیزاین له مخې د ۷ زره ۶۴۵ مترو په اوږدوالي او ۳۰ متره پلنوالی، د سړک په اوږدو کې د پلچکونو، ګلدانونو، استنادي دیوالونو په ګډون جوړ شوی دی. سټیشنونه، د ټرافیکو دهلیزونه، د سړکونو رڼا او نښه کول په معیاري او اساسي ډول جوړ شوي دي.
هغه زیاته کړه، دغه نوی نښلوونکی سړک چې د کابل له شمال سره د کابل له لوېدیځ سره نښلوي، په جوړېدو سره به یې د کابل ښار اقتصادي ودې او معیاري کېدو ته زمینه برابره شي او دغه پروژه په ښار کې د ترافیکو د کمښت په برخه کې ډېره مهمه ده. کابل.