دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۲
د مطلب کود : 275418
په میدان وردګ کې د څارویو د درملنې لپاره یو کلینیک جوړ شو
د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې (DCA) چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې یې د ۷۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د حیواني درملنې یو کلینیک جوړ کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه کلینیک عملیات نن (چهارشنبه، سنبلې ۱) د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په توکرک کلي کې پیل شول.
 
د میدان وردګ ولایت يو شمېر اوسېدونکو د څارويو د درملنې د دغه مرکز په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې د روغتيايي مرکزونو د نشتوالي له امله يې څاروي مري.
 
دوی غواړي د میدان وردګ ولایت په نورو سیمو کې هم د څارویو د درملنې مرکزونه جوړ کړي.
 
دا کلینیک په داسې حال کې جوړ شوی، چې د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست د شمېرو پر بنسټ، د دغه ولایت د قرق ولسوالۍ د اوسېدونکو نږدې ۵۰۰ غواګانې او پسونه د ناروغیو له امله مړه شوي
https://avapress.net/vdccspqi42bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته