کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګ کې د څارویو د درملنې لپاره یو کلینیک جوړ شو

1 سنبله 1402 ساعت 15:12

د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې (DCA) چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې یې د ۷۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د حیواني درملنې یو کلینیک جوړ کړی دی.


آوا - کابل: د دغه کلینیک عملیات نن (چهارشنبه، سنبلې ۱) د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په توکرک کلي کې پیل شول.
 
د میدان وردګ ولایت يو شمېر اوسېدونکو د څارويو د درملنې د دغه مرکز په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې د روغتيايي مرکزونو د نشتوالي له امله يې څاروي مري.
 
دوی غواړي د میدان وردګ ولایت په نورو سیمو کې هم د څارویو د درملنې مرکزونه جوړ کړي.
 
دا کلینیک په داسې حال کې جوړ شوی، چې د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست د شمېرو پر بنسټ، د دغه ولایت د قرق ولسوالۍ د اوسېدونکو نږدې ۵۰۰ غواګانې او پسونه د ناروغیو له امله مړه شوي


د مطلب کود: 275418

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275418/په-میدان-وردګ-کې-د-څارویو-درملنې-لپاره-یو-کلینیک-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com