دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود : 275417
د خوست-پکتيا لويه لار بېرته پرانيستل شوه
د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، د خوست- پکتیا لویه لار چې څه موده وړاندې د سیلابونو له امله تړل شوې وه، د ۲۰۳ تندر قول اردو د منسوبینو له خوا د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت د چهار شنبې په ورځ (۱ سنبله) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه لویه لاره له لنډې مودې وروسته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
 
د ملي دفاع وزارت وايي، د خوست او پکتيا ولايتونو د دومند او نادرشاهکوټ ولسواليو په اوږدو کې د سختو اورښتونو او وروستيو سيلابونو له امله د ډبرو او خټو دغه لويه لاره تړل شوې ده.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو مسوولینو تېره ورځ دغه لویه لار بېرته پرانیستله.
 
د يادو ولايتونو اوسېدونکو هم د يادې قول اردو د مسوولينو دغه کړنه وستايله او زياته يې کړه، چې د ملي دفاع وزارت کارکوونکي په سختو حالاتو کې د هغوى مرستې ته ورغلي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د خوست-پکتيا لويه لار د هېواد د سوېل ختيځو ولايتونو د نښلولو لپاره ډېره مهمه ده.
 
https://avapress.com/vdcb8sb5zrhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته