کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوست-پکتيا لويه لار بېرته پرانيستل شوه

1 سنبله 1402 ساعت 15:08

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، د خوست- پکتیا لویه لار چې څه موده وړاندې د سیلابونو له امله تړل شوې وه، د ۲۰۳ تندر قول اردو د منسوبینو له خوا د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت د چهار شنبې په ورځ (۱ سنبله) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه لویه لاره له لنډې مودې وروسته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
 
د ملي دفاع وزارت وايي، د خوست او پکتيا ولايتونو د دومند او نادرشاهکوټ ولسواليو په اوږدو کې د سختو اورښتونو او وروستيو سيلابونو له امله د ډبرو او خټو دغه لويه لاره تړل شوې ده.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو مسوولینو تېره ورځ دغه لویه لار بېرته پرانیستله.
 
د يادو ولايتونو اوسېدونکو هم د يادې قول اردو د مسوولينو دغه کړنه وستايله او زياته يې کړه، چې د ملي دفاع وزارت کارکوونکي په سختو حالاتو کې د هغوى مرستې ته ورغلي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د خوست-پکتيا لويه لار د هېواد د سوېل ختيځو ولايتونو د نښلولو لپاره ډېره مهمه ده.
 


د مطلب کود: 275417

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275417/د-خوست-پکتيا-لويه-لار-بېرته-پرانيستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com